Theatre

کریم حیدری

ځینې مؤرخین او پوهان د تیاتر پیدایښت د چین په هېواد کې بولي، چې پنځه زره کاله مخکې به نانځکې په مزي پورې ځړول کېدې او د پردې تر شا به د انسان غږ ورسره ملګرتیا کوله.

په دې ډول نندارو کې به ډېری وخت دوه جنګیالي په ډیالوګ یا جګړه کې سره لګیا وو.

دا ډول تیاتر تر اوسه هم په چین او نورو هېوادونو کې د ماشومانو لپاره وړاندې کېږي.

خو د تیاتر زیږېدنه چې د ننني تیاتر او سینما بنسټ بلل شوی، د زاړه یونان د تمدن په عصر پورې تړلی دی.

کله چې سیاست پوهانو به خلکو ته وینا کوله او دا وینا وروسته په ډرامتیک قالب کې هغه وخت راغله چې انتقاد په کومیډي بڼه بیانېده او د هغه وخت په نظام یا خلکو نیوکې کېدې.

له نن څخه دوه زره او درې نیم سوه کاله مخکې د یونان نامتو فیلسوف ارسطو د شاعري په نامه کتاب کې ویلي چې تمثیل، موسیقي، او شعر په اصل کې د ټولنې پېښې کول دي، په بل عبارت هنر د ټولنې هنداره ده.

 

د افغانستان تیاتر

تیاتر د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال کې د غازي امان الله خان په حکومت کې افغانستان ته راوړل شو.

په دې نوښت کې محمود طرزي، صلاح الدین سلجوقي، فرخ افندي، میر کاظم هاشمي او ځینو نورو ونډه اخیسته وه.

د ښځینه لوبغاړو په نشتوالي کې نارینه لوبغاړو د ښځو رول لوباوه.

په دې وخت کې یوازې شاهي کورنۍ او لوړ پورو دولتي چارواکو ته نندارې ځانګړې شوې وې.

له دې امله د اماني کابینې وزیرانو او نورو چارواکو د خپلو سیاسي دندو ترڅنګ د لیکنې، ژباړې او تمثیل په برخو کې تیاتر پیاوړی کړی، تر هغو دمه عام وګړو ته دا هنر غځول شوی نه و.

خو د استاد عبدالرشید لطیفي په زیار په ۱۳۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې نندارې پرده د خلکو پرمخ پرانیستل شوه او د (میراث) په نامه ننداره په کې وړاندې شوه.

د دې نندارې په ګډون کوونکو کې یو هم استاد عبدالقیوم بیسد و چې له همغې ورځې وروسته یې خپل ټول عمر تیاتر ته ځانګړی کړ او د ژوندي، تلویزیوني او راډیویي تیاتر په برخه کې تر نیمې پېړۍ زیات خدمت وکړ.

بیسد دا پرېکړه د خلکو په شور او لېوالتیا پورې اړونده بولي.

په هغه وخت کې یوه ننداره به کله تر دوه میاشتو پورې هره ورځ ښودل کېده او خلکو په ډېره مینه کتله.

په ننداره کوونکو کې لوړ پورې دولتي چارواکي، کورنۍ، او عام وګړي شامل وو.

د بیسد په وینا، ډېری وخت به د خلکو شمېر د تالار تر څوکيو زیات شو.

ننداره کوونکي به په میزونو، صندلیو، او خالي کریټونو کښېناستل او ننداره به یې کوله.

د لوبغاړو په ډله کې د ښځو ونډې وده وموندله.

 

د کلتور وده

د افغان لیکوالانو د لیکنو ترڅنګ د ځینو معتبرو نړیوالو لیکوالو لکه شکسپیر، مولر، هیوګو، چخوف او نورو اثار وژباړل شول او ننداره ته وړاندې شول.

استادانو د خپلې تجربې له مخې ګڼ شمېر تازه کاره ممثلین او تخنیکي کارکوونکي وروزل.

په رادیو کې ډرامونه د اورېدونکو په تود هرکلي سره پیل شول.

او کله چې سینما منځ ته راغله، مسلکي لوبغاړو او تخنیکي کارکوونکو په چمتووالي سره په لوړ معیار فلمونه جوړل کړل.

د تلویزیون مضبوط بنسټ د تکړه کارکوونکو په زیار سره کېښودل شو.

له لیک او لوست سره مینه په ډېرېدو شوه.

ښوونځی نور د بې لارې کېدو ځای نه بلل کېده.

په ولس کې د سړک پخېدلو مخنیوی خلکو پرېښود.

ماشومانو ته د واکسین ورکولو په ارزښت کلیوال پوه شول.

په دې کلتتوري وده کې د ورځپاڼې او معارف په څېر تیاتر لویه اغېزه درلوده.

د دې ترڅنګ، تیاتر په سیاست، عامه پوهاوي او د حاکم نظام په وده کې هم ژوره اغېزه درلوده.

د ۱۳۵۷د غویي له کودتا وروسته، د رسنیو څارل په ټینګه پیل شول او سانسور د دولت قانوني حق وګڼل شو.

دې بدلون په تیاتر هم اغېزه وکړه.

لومړی ډېره پاملرنه تلویزیوني تیاتر ته وشوه، بل دا چې بهرني اثار یوازې د وارسا په پیمان اړوندو هېوادونو ته ځانګړي شول او کورنۍ لیکنې هم د نظام ستایلو ته محدودې شوې.

د نا امنیو له کبله، د ښار او کلیو ترمنځ کلتوري تړاو پرې شو او تیاتر خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړ.

د ۱۳۷۱ په غویي کې د اسلامي حکومت او کورنیو جګړو په لړ کې تیاتر هم د نورو بنسټونو په څېر خپله ساه ورکړه.

او د طالبانو په حکومت کې د خاورو انبار پرې واچول شو.

د افغانستان تیاتر لکه انسان پیدا شو، وده یې وکړه او مړ شو.

د نوي حکومت په راتلو سره ځینو نړیوالو کلتوري مؤسسو د افغانستان تیاتر بیارغونې هڅې پیل کړې.

له بلې خوا، په کابل پوهنتون کې د ښکلو هنرونو پوهنځی فعال شو او د تیاتر څانګه هم بیاورغول شوه.

خو د تیاتر په پراخوالي کې لاسته راوړنې لا تر اوسه پڅې روانې دي.