افغانی سينما

ليکوال : پوهنمل واحد نظری

داچي واقعی  هنر دانسان دفکر او خلاقيت زيږنده ده او د انسان د روح سره ډير نږدي  ‏اړيکه لري په همدي وجه دسينما هنر د خپل  جوړښت له  مخی ياني تصوير، سمعی او بصري امکاناتو سره ، دټولو انسانانو لپاره ‏دپوهاوي او درک وړ دى. دهمدي وجي له مخي دسينما هنر د ميليو نو نو انسانانو د روح او روان سره د اړيکو موندلوپه برخه ‏کي بي ساري توان او قدرت لري. داصلاحي او روزنيزو نظريو په برخه کي، دسينما دهنر څخه استفاده تل ډيره اغيزمنه وه او ‏ده. د سينما راتگ دخبرتيا ورکو لو‎ ‎تعليم ورکولو او د‎ ‎خلکو دساعتيری په نيت وه. دافغانستان په مذهبي ټولنه کي او دخلکو  د ‏ذهني برداشتو نو له مخي سينما د اوږدي مودي لپاره و هغي ته دسپکي او بي لاري ‏کونکي پديدي په سترگه کتل.‏

‏ په افغا نستان کي دفلم جوړول له هغي نيټي نه پنځوس کاله ورو سته چي دلوميرد وړونو متحرک فلمونه په  ۱۸۹۵م کال په فرا ‏نسه کي دلو مړي ځل لپاره د پردی په مخ وښودل شول،  هغه هم پرته له دي چي دفلم جوړولو لپاره د اړتيا وړ تخنيکي پر ‏سونل او وسايل  په واک کي ولري. تر ډيره دا فلمونه په غير حرفوي او اماتوري ډول جوړيدل. په لومړي سرکي د رشيد لطيفي ‏په مشري دتياتر يوه ډله دهغه وخت دهند دلا هور ښارته چي هـلته نوموړي صنعت او فلمی ستډيو گانو شتون درلود ځي، ‏ترڅو د ( عشق او دو ستی  ) په نامه افغاني فلم جوړکړي. ‏

‏ په ١٣٤٤هـ ل کال دلومړي ځل لپاره دمطبوعاتو د مستقل رياست په تشکيل کي د عکاسي او بيا دفلم اخستلو لوی مديريت  ‏جوړيږی، چي وروسته بيا د افغان فلم موسسه  په کار او فعاليت پيل  کوي. چی په پيل کي ددولتي غونډواو د وخت دپاچا ‏ دسفرونو ته انعکاس ور کوی او بيا‎ ‎ورو‎ ‎سته دهنري فلمونو توليد پيلوي. ‏

پنځوسمه او شپيتمه لسيزه زموږدملي سينما په جوړيدو کي ټاکو نکي ونډه لري. سينماد دولت ترملاتړ لاندي راځي. دولت چي ‏دخپلو تبليغاتولپاره دسينماپه اغيزو او ځواک پوهيده اويوه شمير مسلکي پرسونل چي په هيوادکي دننه يې دکار په بهيرکي ‏دکار تجربه ترلاسه کړي وه. او  نورو چي په سوسيالستي هيوادو او هندوستان کي دسينما په څانگه کي زده کړي سرته رسولي ‏وې،  په منځني حديو سينما يې مرکز منځ ته راځي، او نورو زياتو لاملونو دي ته لاره پرانستله چي دافغان فلم په وړه ستديوکي ‏هرکال ترڅلورو، پنځو هنري رنگه او تور سپين فلمونو او په لس گونه  مستند فلمونه جوړ شي. په همدي کلونوکي د تلويزيون  ‏په پرده  هم د کاله څلور پنځه لوړ او لنډتلويزيوني فلمونه، سريالونه ننداري ته وړاندي کيږي. افغاني فلمونو په بهرنيو فستيوالونوکي د گډون لاره مو مي، جايزي او ديپلومونه  ترلاسه کوي. اوحتي ‏افغاني سينما گران په نړيوالو فستيوا لو نو کي د ژوري  هيئت دغړوپه توگه  بلل  کيږي.  ‏

‏ او نن چي بيا دفلم جوړول البته  په ويډيويې تو گه  پيل سويدي دی، اويو شمير فلمونه چي دافغانستان څخه دبا ندي په ‏خارجي هيوادو کي جوړيږي،  اويا هم د خارجي کمپنيو له خوا مرسته ورسره کيږي او يا ددوی په مالی مصرف او وسا يلو ‏جوړيږي. ددي ټولو څيړنه،‎ ‎زموږ دسينمايې هويت پيژندني ته موږ نږدي کوي. ‏

هغه څه چي ما ددي کتاب لپاره غوره وگڼل همدا ( ۱۳۵۰ ) او( ۱۳۶۰ ) کلونه  دي چي زموږ‎ ‎دملي سينما‎ ‎په جوړيدوكې ټاكونكى ‏ونډه لرى. بيا خو په ځانکړي توگه ښپږمه لسيزه چي دافغانستان د سينما دطلايې دوري په نامه ياديږي، همدا دوره ده چي د ‏افغاني  سينما د عطف‎ ‎د‎ ‎نقطي‎ ‎‏ په حيث په دي ارزي چي تر مطالعي لاندي ونيول سي. دغه دوره د (اندرز مادر )١٣٥٢هـ.ل ‏دفلم څخه چي يو کامل افغاني لوړ فلم دى،  چي ټولي چار ي يې د افغاني سينماگرانو پرلاس دننه په افغا نستان کي تر سره ‏کيږی،چی تر( دکو څو  سرگردان )‏‎ ‎‏١٣٦٩ کال پوري ادامه پيداکوی.‏

‏  دلو مړني فلم ( عشق او دوستي ) ١٣٢٥څخه تر١٣٨١ کال پوري  نور فلمو نو چي جوړ سوي دي، هغه آثار دي چي يا ‏دلومړيتوب له وجي مکث و رباندي سوى دى او ياهم ديوي خا صي دوري او يا‎ ‎ديوه خاص ليد او يا ژانر او موفقيت له مخي ‏څيړل سويدي، چي دا فلمونه اکثره په منفرده توگه جوړ سويدي، نه ديوي مکملي دوري په څير. تلويزيوني  فلمونه، په بهر کي ‏دافغاني سينما گرانو په لاس جوړ سوي  فلمونه هم په دي لړکي را ځي.‏

ددي دوري  ټول فلمونه په زړه پوري او د تائيد وړ نه دي او اتيا په سلو کي تبليغا تي، سيا سي فلمونه دي،  بلکي دا يو مسلکي ‏پيل دى، چي لازمي هڅي ديو ي مسلکي سينما لپاره پکي ترسره سويدي، دسينما دپرمختگ په مجموع کي( مسلکي پرسونل، ‏سينمايې لوبغاړي ) د سينما دبيان او سينماته د خلکو او دولت دتو جه راگرځولو لوى عا مل وو. ‏

تر او سه چي ددنيا تو جه تر يوه حده زموږ و سينماته را گر ځيدلي ده هغه هم د ځينو لنډو هنري او مستندو فلمو او يا هم د ‏اسامه د فلم تر نړی وال بری وروسته او په خاص ډول د نوي سيا ست له پلوه ده. خو په خوا شيني بايد ووايم چي تر اوسه لا د يوي ‏اکادميکي، حرفوی او با هويته سينما خاوندان نه يو او نه مو هم ددی کار لپاره مسلکي امکا نات تر لا سه سويدي.‏

که چيري په افغانستان کي  حالات نه واي بدل سوي نو تر ډيره په اتياومو کلونو کي دي هيلي زور اخيستي و چي د شلمي پيړي ‏ترپايه به حتماًً يوه با هو يته ملي او اکادميکه سينما ولرو. ځکه په دي کلونو کي سينما د دولت تر حمايت لا ندي وه او دولت ‏دخپلو تبليغاتو لپاره  وسينما ته ضرورت درلود، اودبلي خوا ديوه  مسلکي پر سونل چي په افغا نستان کي يې تجربه تر لا سه ‏کړي وه  اونوروچي  دسينما په برخه کي تحصيلات کړي وه منځته  را غلي وه.‏ ولي دمجاهدينو درا تگ سره١٩٩٢م د طالبانو تر را تلو پوري موږ يوازي ديوه فلم شا هدان يو. په دي دوره کي دفلمونو جوړول ‏په خا رج کي زور اخلي، ځکه چي ډير سينما گران له هيواده څخه وزي، ډير داسي کسان چي نه تحصيل اونه هم سينمايې ‏تجربه لري،  وسينما ته مخه کوي ‏

دبين المللي قواوو په را تگ سره، د طالبانو له پر شاکيدو ورو سته ٢٠٠٢م  بيا دا اميد پيدا کيږي چي اوس نو بايد دنورو ‏هيوادو په مر سته سينما خپله لار پيدا کړي. خارجي سينماگران کا بل ته را ځي، ځيني  افغاني سينماگران بيرته هيواد ته را ‏ستنيږي،  هغه ځوانان چي په پا کستان او ايران کي  يې دسينما په هکله زده کړي کړي دي  خپل هيواد ته په را تلو سره د ‏شخصي پرو دکشنو په جوړولو  پيل کوي. په هرو څو ور ځو کي ديوه فلم دافتتاح شاهدان يو،  خو دا فلمونه چي زياته برخه يې ‏ديوي ډلي غير حرفوي کسا نو له خوا  په غير فني ډول په بي کيفيته ‏CD‏ گانو کي بازار ته را ځي، چي دافغاني فلمونو رنگ نه ‏يوازي بيرنگه کوي، آن په مجموع کي زموږ وسينما ته چي وروسته پا ته ده ډير‎ ‎زيان  رسولي دي... ولي  بيا هم  ددي ستونزو ‏سره سره په ډيرو هيوا دو او په  خپله افغا نستان کي هرکال دلنډو هنري او مستندو فلمو نو فيستوالونه جوړيږي. دکابل ‏پوهنتون دهنرونو دپو هنځي په چوکاټ کي دسينما دديپار تمنت  جوړيدل  او داسي نور... په خو شحالي ووايم که په خوا ‏شيني چي زموږ سينما د نورو هنرونو په تناسب لنډ عمر لري،ډيري لوړي ژوري دموضوع د تنوع دژانرو‎ ‎او سبکو رنگيني په ‏کي لږده.‏ددي لنډو خبرو په پاي کي دي نتيجي ته رسيږو چي په افغاني سينماگرانو کي دا ظرفيت سته چي افغاني سينماته،  سينما يې ‏استتيک د پيچلي سينمايې هنري بيان سره اوسينمايې روانشنا سي ور په برخه کړي،  آن ديوي اکا دميکي او حر فوي سينما د ‏جوړيدو زيري له ځانه سره لري، خو په دي صورت چي سينمايې مسئولينو له خوا صادقانه کار ورته وسي، چي دخورو ورو ‏سينما گرانو د را ستنيدو ته لاره هواره کړي.  ددولت له خواله مالي او معنوي پلوه په جدي توگه حما يه سي. تر څو د سالم او ‏حرفوي ارزښتو پر بنياد سينمايې مرکز په را منځته کيدو سره ټولو سينما گرا نو ته دکار زمينه دنويو ژمنو  او غوښتنو په رڼا کي ‏ترلا سه سي او همداراز موثره تبليغاتو او سالم نقد او ارزونه به دا امکان ترلاسه کړي چي هر څوک چي دفلم په جوړولو لاس ‏پوري کوي دمسئوليت په احساس سره دا کار تر سره کړي.‏

‏ د طالبانو تر دوري يا تر عيسوي ٢٠٠٠ کال وروسته  لازمه بولم په را تلونکي کي دا سينما چي او س يې  څرک لگيدلى دى،  په ‏پوره توگه وڅيړل سي،  چي ما يې دلته  يوازي ځيني  فلمونه چي په بهر او داخل کي جوړ سو يد ي يادونه کړى ده، خو ددي ‏دوري لنډ هنري فلمونه، مستند فلمونه، نوي ځوان رسالتمند سينما گران، بازاري سينما  او په نها يت کي فستيوا لونه او  ‏ددنيا  تو جه، چي په دي رساله کي يې  امکان نه و.  ‏

په دي کي شک نسته چي د افغا نستان د ټو لو سينما گرا نو، ډا يرکترا نو،  فلمبردا را نو، منتا  ژو را نو،کمپو زيتورا نو، پرو ‏دکشن مينجرا نو، سونډ مينا نو، دچا پ او پرو سس مسئوولينو، ممثلينو، پرو ديو سرا نو، د کار، زحمت او خلا قيت په پايله ‏کي،افغا ني سينما  منځته راځي.  په پر نسيپ  کي  په ټو له  دنيا کي  د يوه فلم په جو ړولو کي تر ټو لو نه  په خاص  ډول د ډا ‏يرکټر مو جو د يت ضرور دى چي ديوه فلم دکا ميا بى او هنرى ارزښت مسئوو ليت ور په غا ړه دى، ولي دده تر څنگ  پرو ديو ‏سر، څو ک چي دفلمي کمپنى په را س کي دى او يا هم دفلم پيسي ور کوي هم دفلم دموفقيت مسئووليت لري، حتى  په امريکا ‏او ځينو مشهورو کمپنيو کي کله چي  به دشو ټينگ چاري تر سره سوي  ډا يرکتر نور پر خپل فلم با ندي  واک نه در لود، دده ‏کار خلا صيدى او پرو ديو سر به پخپل زړه  او خوښه  دفلم مونتاژ او نوري چاري تر سره کولي. ولي  په افغا نستان کي  يوا زي ‏او يوا زي ديو ډا يرکټر په اړيکو او امکاناتو  يو فلم  پيل او پاى ته رسيږي،  دا ځکه چي زموږ سينما تر دا او سه  پوري  په ‏اماتوري ډول  جو ړيږي. نو همدا علت دى چي ددي سينما په منځته را تلو کي ديوه ډا يرکټر رول تر هر بل چا بر جسته او پيا ‏وړى دى، ( تک فردي سينما ). دلته که  شخصي پرو دکشنونه هم جوړ سوي دي،  يا به حتما دهغه  رئيس او مشر خپله ډا يرکتر ‏و او په خا صو حا لا تو کي  اکټور و، او ځينو که بيا په دي لا ره کي پانگه  هم اچولي  ده  په دي هيله چي دسينما  په رنگينه او ‏خيالي  غيږ کي ځانته او يا خپلي کورنی ته  ځاى پيدا کړي او په همدي لړى کي دفلم په جوړولو هم لاس پوري کړى دى. دبيلگي ‏په توگه: ‏

نذير فلم: محمد نذير،( اکټور ) آريانا فلم: لطيف احمدي، ( ډايرکټر ) ،گلستانفلم:  مهدى دعا گوى( ډايرکټر )، شفق ‏فلم: توريالی شفق، ( ډايرکټر )، قيس فلم: سليمان علم (   فلمبردار  )  او دا سي نور....‏

او په رسمي اداره  يا ني افغان فلم کي هم ددي مو سسي  مشر  په هره دوره کي حتماً يو ډا يرکټر او يا په نهايت کي سينما گر و: سلطان حميد ها شم، عبدالصمد آصفي  عبدالخالق عليل، عبدالوا حد نظري،  لطيف احمدي، صديق برمک ‏.. ددي  يا دوني او ‏تبصري څخه زما مطلب دا دى  چي هره سينما خپل  ځانگړي خصوصيات لري، زموږ سينما تر دا ا وسه  پرخپل  هغه لومړني ‏حالت پا ته ده، او دا تر ډيره حده دنورو کار کوونکو، کامره مينانو، ارت ډايرکټرانو، سونډ مينانو، پرودکشن منيجرانو، آن ‏کمپو زيتورانو پرکار با ندي نا وړه اغيزه شيندي، ديوي خوا دا برخي  تر ډيره حده خپل  لازم مستقل مسلکي رشد ته نه دي ‏رسيدلي او دبلي خوا لکه چي ليدل سويده، دوى  د يوه فلم لپاره پخپله برخه کي  لکه ډايرکټر خپل کنسپت  او هنري پلان نلري  ‏او يوازي دشوټينگ پر وخت  خپل خلا قيت او هڅي کار وي. او له  همد ي کبله هم دى چي د دوى  نو مونه  معمولاً د ډايرکټر ‏تر سيوري لا ندي را ځي او همدا راز  زموږ سينما تر ا و سه لا تجا رتي  سوي هم نده  چي ددنيا دتجارتي سينما  په شان د ستورو ‏په نامه ونو مول سي  او لو بغاړي  لا هم تر اوسه  په دي نه دي توا نيدلي  چي فلم د دوى په نا  مه ياد سي. او همدا علت دى چي ‏تر اوسه لا دا سينما د ډا يرکټر په نامه  يا ديږي.‏

دانه وايم چي دا سينما دلنډعمر خا ونده ده،که دلو مړي فلم عشق او دو ستي څخه حسا ب کړو نو نن دا سينما  تر شپيتو  کالو ‏زيات عمر لري، اوکه د افغان فلم دجوړيدو څخه دا وشميرو نو دڅلويښتو زيات کلونه  لري. چي دا زيات وخت دى، خو بد ‏بختانه په دي ټولو کلونو کي ديوي خوا دسيستما تيک تکامل زمينه مسا عده نسوه، دبلي خوا سيا سي ناخوالو  هم ددي نوى ‏بنسټه  هنر پر پرمختگ با ندي لکه د  ژوند هره بله برخه  ناوړه اغيزي وکړي  او هري کودتاه او بدلون  دا‎ ‎د سقوط سره مخامخ ‏کړه، دبلي خوا ددي پديدي سست حرکت، غير مسلکي پيل او د لازمي حمايې نه در لودل دا سينما دخپل سن په مقايسه، ډيره ‏وروسته پا ته وساتل.‏

‏ دا دي هم هيره نه وي  هغه څه چي ددي سينما مطالعه  نوره هم  دستو نزو سره مخامخوي  په دي سينما کي دزياتو غير ‏مسلکي کسا نو شتون، دغير هنري او بي محتوا فلمو جوړول، دسينما دټولو مرکبو برخو نا متوازن پرمختگ، دبيان، ژانرو او ‏سبکو دتنوع  نشتوالى‎ ‎اودلږو فلمو نو درلودل، ما ديته اړ با سي لکه څنگه  چي لا زمه ده ونه سم کولاى، په تحليلي تو که ‏دسينما گرانو او فلمونو مقا يسه ديوه دا سي تحقيقي اثر لپاره تر سره کړم. د افغانستان سينما، دنورو هنري اوټو لنيزو ‏واقعيتونو په څير، ورو ستيوکي، هم دشکل اوهم دمحتوا له مخي کيفي بدلون موندلی دی درښتيني او ټولنپالي سينما لورته يې ‏مخه کړيده. ‏

ددي اثر عمده مسايل زما دمشا هدي  او فلموته دلاس رسى نتيجه ده،‎ ‎مصا حبي دپخوا نيو سينما گرانو سره او ددوى په لاس ‏ددوى بيو گرافي او فلمو گرا في  او ځيني ارقام چي دهر چا او هري خولي څخه اوريدلي، تر سره سويدي. دا لا تر اوسه يو کامل  ‏تاريخ نه دى، دا  يو بهير دی، دبلي  دغسي دوري، چي ديويشتمی پيړی دپيل او په خاصه توگه دموقتی حکومت دجوړيدو نه ‏وروسته پيل سويده،چی لنډه  يادونه به يی وسی، په بشپړيد و به  دا  آثر هم بشپړ سي او د مقايسي  وړبه وگرځي. ‏

‏  سره ددي چي زموږ دسينما د زيږيدني څخه لږ وخت تيريږي، خو بياهم دنورو،  نويوهنرونو سره گام په گام دخپل پرمختگ ‏پړاوونه وهي. خو په خوا شينۍ بايد ووايم چي تر اوسه لاد يوي اکادميکي، حرفوي او با هويته سينما خاوندان نه يو. هغه ‏موضوع چي مخکي له دينه چي افغاني فلمونه د محتوا، جوړښت او‎ ‎تکنيک له پلوه بايد وڅيړل سي دا با يد وپوښتل سي چي ‏کوم فلم ته افغاني فلم ويلاي سو؟

- هغه فلمونه چي دافغاني سينما گرانو له خوا  دهيواد په دننه کي جوړشوي . ‏

‏- هغه فلمونه چي دافغاني سينما گرانو له خوا په دننه کي جوړشوي، ولي تخنيکي کارونه يې په   بهر کي تر سره سوي ‏

‏ - هغه فلمونه چي دافغاني سينما گرانو له خوا په مکمل ډول په بهرکي جوړشوي. ‏

‏ - هغه فلمونه چي دخار جيانو له خوا په افغانستان کي جوړشوي. ‏

‏ - هغه فلمونه چي دافغان سينما گرانو له خوا دخار جي هيوادو په مرسته په داخل کي دباندنيو لپاره جوړشوي. ‏

‏-   هغه فلمونه چي دافغاني سينما گرانو له خوادافغاني ژوند څرگند دي

-   هغه فلمونه چي دبهرنيانو له خوا په خارج کي دافغا نستان په اړه جوړشوي

( ‏*‎‏ ) دا خبره ډيره مهمه ده چي دلته معيار څه دي،  ډايرکټر با يد افغان وي،  پروډيوسر بايد افغان وي،  موضوع بايد افغاني وي که پر سونل بايد افغاني وي ... په هر صورت دا هغه معضله ده چي بايد وڅيړل سي. دا هم بايد دياده ونه باسوچي يوه اکاډميکه، ملي او معياري سينما بايد دکومو خصو صيا تو در لودونکي وي.

 ددي ستونزو سره سره په ډيرو هيوا دوکي دافغاني فلمونو فيستوالونه ، پولنډ ( څلو يښت کاله دافغا نستان سينما ). د١٩٦٨-٢٠٠٨ م. دنانټ فيستوال چي زياته برخه يې افغاني فلمونو ته وقف سوي وه. دلايپزيک دمستندوفلمونو په فستيوال کي چي يوه خاصه برخه يې دافغا نستان سينما ته وقف سوي وه. په کلن کي دافغاني فلمونو فستيوال، په  خپله افغا نستان کي هر کال دلنډو هنري او مستندو فلمونو فيستوالونه دکابل پوهنتون  دهنرونو دپو هنځي په چوکاټ کي دسينما د ديپارتمنت جوړيدل  چي پخوا دتيا تر سره يو ځاى و.

 دکلن دافغاني فستيوال جوړونکي( * ) راته وويل: چي د( خاک وخاکستر ) فلم ٢٠٠٤ م ډايرکټر عتيق رحيمي  چي دفرانسي ‏دهيوادله خوا دميليونو په لگښت جوړ سوي و،د فلم وننداري ته دکابل دپارک په سينما کي يوازي يو ليدونکي نا ست و، که څه ددي فلم ‏موضوع افغا ني ده  اوشو ټنگ يې هم په افغا نستان کي د افغاني لوبغاړو له خواتر سره سوي دي. دا ځکه چي دافلم دخپل جوړښت او ‏استيتيک له مخي دخارجي ليدونکو لپاره په نښه سوي دي. ددي دوري په زړه پوري فلم د (  اسامه ) ٢٠٠٣ ( ډايرکټر: صديق برمک  ) چي ‏دجاپان او ايرلنډد هيوادو په مادي مرسته او د ايراني مسلکي يو نټ له خوا جوړيږي،  دا فلم دخپل سيا سي محتوا په درلودلو سره په ډير ‏ښه وخت دپردي پر مخ را ځي،  چي  متعددي نړی والي  ارزښتناکي جا يزي تر لاسه کوي. او دنړي په مختلفو هيوادو کي نندار ې ته وړا ‏ندي کيږي خو په کابل کي ډير وروسته هغه هم د محدودوکسانو لپاره ښودل کيږي.

.ښايې  دا به اسانه نه وی چي ‏واقعي افغاني فلمونه دنورو څخه جلاکړو، داوس لپاره  به   دا يو ستونزمن کا روي .

______________________________

‏( ‏*‎‏ ) ( دا موضوع  بايد ډيره دقيقه وارزول سي،  ځکه ددنيا په سينما کي ډير دا سي مثالونه سته: چارلي چاپلين په امر يکا ‏کي فلم جوړوي، دي فلم ته هيڅکله انگليسي فلم نه سو ويلاي، اندري تر کوفسکي روسي ډايرکټر، ميلوش فورمن چکي ډايرکټر،  رو من ‏پولا نسکي پولنډي ډايرکټر په امر يکا کي فلمونه جوړوي چي پرو ډيوس يې دامريکايانو له خوا کيږي خو دي فلموته هيڅکله روسي،  چکي ‏او پولنډي فلمونه نسو ويلاي. امر يکا ېان ( کاغذپران باز ) په بل ځاي کي دافغا نستان په هکله فلم جوړوي. امر يکا يان،  هنديان ‏‏( سوارکاران،  خدا گواه ) په افغا نستان کي د افغانستان په هکله جوړوي ايا دي فلمو ته افغاني فلمونه ويلاي سو؟ ) ‏

Afghan cinema

افغانی سينما

ليکوال : پوهنمل واحد نظری

څرنگه چي رښتني ا هنر دانسان دسترروح دتفکر او خلاقيت زيږنده ده او د انسان د روح سره ډير نږدي او تلپاتي ‏اړيکه لري په همدي وجه دسينما هنر د هغه دجوړښت ياني تصوير، موسيقي او بصري الاتو سره سره، دټولو انسانانو لپاره ‏دپوهاوي او درک وړ دى. دهمدي وجي له مخي دسينما هنر د ميليو نو نو انسانانو د روح او روان سره د اړيکو موندلوپه برخه ‏کي بي ساري توان او قدرت لري. داصلاحي او روزنيزو نظريو په برخه کي، دسينما دهنر څخه استفاده تل ډيره اغيزمنه وه او ‏ده. د سينما راتگ دخبرتيا ورکو لو‎ ‎تعليم ورکولو او د‎ ‎خلکو دساعتيری په نيت وه. دافغانستان په مذهبي ټولنه کي او دخلکو  د ‏ذهني برداشتو نو له مخي سينما د اوږدي مودي لپاره و هغي ته دسپکي او بي لاري ‏کونکي پديدي په سترگه کتل.‏