دسینما لاسته را وړنی

د سينما لاسته راوړنې !

ممنون مقصودى

 

د هنرونو په كتار كې د سينـــما هنــر يو د هغه غښتلي، انځوريز او ځواكـــمن هنرپه توګه، منـلى او په زړه پورې هنر دى  چې د ټولنې د افــــكارو  په بدلون ، ودې او انكشاف كې تر بل هر هـــنر بر لاسى دى.

سينما د اندونو، كيسو، پيښو او د مختلفو ټولنـــو د فــرهنګونو په منعكس كولو كې ســــتره هنداره بللاى شو. دغه ښــكلى او په نړيواله كچه د احساساتو او عواطفو په انتقال كې با قدرته هــنر  د ټولنو، اقـــــوامو او هـــــيوادونو د دود دستور، ژبې ، ادب، تاريخ، مذهب، اخلاقو او سياسي شعور ښــــــــكارندوى او وده وركوونكى دى چې، د نړۍ ډيرى هنر خوښوونكي دې هنر ته د يوه با اعـتماده مكتب په توګه د افكارو په تبادله كې د مهمې وسيلې په عنــوان ګوري او خوند ترې اخلي.

سيــنما نه يواځې څيرې او شخصيتونه را پيژني ، بلكې سيمې  او د سيمو او هيوادونو د نظام په بدلون كې ملموس سهم لري.  همدا شان د سياسي، فلسفي، علمي او فرهنــګي انقـــلابونو په رامنځ ته كولو كې رغنده او ښـكاره رول لري، چې همدا وجه ده د نړۍ اكثره خلك سينما ته تګ يو د اهمو كارو څخه بولي.

سيـنما او سينماګران بر سيره دخپل رسالت څخه د ټولنې د هر راز خوږو او ترخـــو واقعيتونو په انځــورولو كې، تحقيقي او څيړنيزې برخې هم د پامه نه غورځوي، چې د انسان په دننه كې پراته دي،  هغه د شخصيت د جوړښت څرنګوالى، يعنې ارواح پوهنه ده.

د سيـــنمابل لوى ښوونيز خصوصيت دادى چې  د انساني ژوندانه ها خوا دځمكې د سرد مختـــــلفوموجوداتو، حيواناتو، په ځنګلونو كې د ژوو، په هواكې د مـــــــرغانو، دســــــمندر په تل كې د خداى د بيلابيلو مخلوقاتو د هر راز ژوند او تكثر څرنګوالى په لنډ وخت كې ښيي، او تر ټولو مهمه، هغه داچې : سينما د انساني ژوند مقدس ابعاد، لكه : مينه، د ټولنيز ژوند ښكلاوې، صداقت، رښتيا، شجاعت،عبادت،  اخلاق او... څرګندويي كوي.

هوكې !

 زه د رښتيني سينما خبره كوم ، رښتينې سيـــنما د ادب او مينې مظـــهر، رښتينې سيـنما د پخــــلاينې او ورورۍ غـــــوره مـــركز، رښتينې سينما د كركې د لرې كولو بهـــــترين ښوونځى، رښتينې سينما د اخلاقو پيامبر او رښتينې سينما د جنګ پر ضد د سولې د راوســـتلو ځواكمن سفير.

بلې !

كه چــــــيرې مونږ دغه مهم ټكي د سينما د لاسته راوړنو غوره بيلګې ومنو ، نو آيا په افغانستان كې ددې ډول فلـمونو نمونې په ګوته كولاى شو؟ بيله شــــــــــكه، خو د ګوتو په شمار:آرمان د ډاكټر واحد نظري لوى سيــنمايي فلم، بيگانه د نړيوال شخصيـــت خاوند ښاغلي صديق برمك، فرار د منلي سينـــمايي شهرت خاوند انجنير لطيف، خاك وخاكستر د عتيق رحيـــمي،  كيفر د ښاغلي ســــــــــعيد وركزي،  بچۀ كابلى د ځوان ډايركتر برمك اكرم  او دخــترى با پيراهن سپيد د خلاق ډايركټر فقــــــير نبي  هغه بيلـــــــــــګې دي چې نه يواځې افغانان بلــكې په سيمه او نړۍ كې ليدونكو ورته د زړه په مينه لاسونه پړقولي. دا ځكه چې پورتني ياد شوي مواد په وضاحت او برلاسۍ په نوموړو فلـــــــمونو كې لــيدل شوي، چې نه يواځې ددغو نومياليو ډايركټرانو د شهرت سبب شوي، بلكه  زمونږ د هيوادوالو د وياړ باعث هم ګرځيدلي دي.

درنو حاضرينو او د هيواد معززو سينما ګرانو !

 زمونږ انتظار د افغاني فلمـــــونو څخه ډير دى ، وايي :  تشه لاسه ته می دښمن يې. كه د يوې خوا ويجاړوونكي جنــګ كار ته پرينښودو د بلې خوا زمونږ خپله سينمايي فهــم او درايت هم مونږ د كار جــــــــوګه نكړو.

 خو ددې خبرو سره، سره زمونږ د هيواد غوړيدليو څيرو وياړنې را په برخه كړي چې د هر افغان لپاره مثال دي. دغو سينمايي شخصيتونو نه يواځې د دنيا دسينمايي معيارونو په سطح فلمونه جوړ كړي بلكه  زما د هيواد تحريف شوې څيرې حقيقت دنيا والو ته ښودلى.

كه افغاني  فلمونه د كانادا د مونتريال فستيوال، په انګلـــستان كې د لنــــــدن فستيوال، د سويلي كوريا د بوسان فستيوال، د اوكراين مولـدست فستيوال، د هسپانيې فاليدوليت فستيوال، د سويلي افــــريقې كپټاون فستيوال، د ايټاليې د روم فـستيوال، د كوسووو فستيوال، د ګرجستان باتومي فستيوال، د ايران كيش فستيوال، د امريكې ميامي فستيوال، د فرانسې كـــان فستيوال او ګـــــــولدن ګلوب فستيوالونو څخه د ګــــــران برمك اُسامه او جنــګ ترياك او د عتيق رحيمي خاك و خاكسـتر فلـــمونه د فيستيوالونو دروازې خلاصوي او د دنيا د سيــــنما د مشاهيرو څخه جايزې ګټي، زمـــــا او زما هـيواد والو لپاره لويې لاسته راوړنې دي چې هيـــڅ كله هم د هيرولو ندي. دغه وياړنې زما جنګ ځپلي سينما لپاره چې په تيارو كې ژوند كوي د څراغ حيثيت لري.

همدا شان د ښاغلي انجنــــــــيرصاحب  لطيف د فرار نامتو فلم چې د تاشكند څخه يې د سولې او دوستۍ جائزه واخيسته، پرنده هاى مهاجر فلم چې د ماسكو د فستيوال څخه يې جائزه تر لاسه كړه او د صــــــبور سر باز فلم چې د پراګ د فستيوال  څخه يې هيواد والو ته وياړنې په برخه كړې زما د ځپل شوي سينما لاسته راوړنې دي. ددې په څنګ كې آيا دا لاســته راوړنه نده چې د ميرويس ركاب فلـم د تاجكستان د فستيوال څخه جايزه ګټي؟ بلې!  د وخت د هنر مندانو د اتحاديې او د اطـــلاعاتو او كلتور د وزارت د كلتوري جايزې ګټونكې سناريو چې د ښـــــاغلي جوانشير حيدري لوى كار دى هم د وياړنو په كتار كې راځي. د هيواد د پښتو سيـــنمايي فلم سناريست  ښاغلي احد ژوند چې د روس د ســوچي فيستيوال او د هيواد د هنرمنــدانو د اتحاديې څخه جايزې تر لاسه كــړي زمونږ د هيواد سينمايي تاريخ يې نشې هيرولاى. بله بيــــلګه چې د يادولو ده هغه د انجينير صاحب قيوم كريم د پريكړې په نامه  لنډ پښتو فلم دى چې د بهترينې سناريو په نامه يې د جاپان څخه  د جاپان پرائز جايزه وګټله.

لحظه ها لوړ هنري فلم چې خاطرې يې تر اوسه زما په ذهن كې دي  د بلغاريا د هيواد د وارنا فستيوال څخه جايزه واخيسته.

خو آيا دا تر ټولو په زړه پورې نده چې زمونږ د هيـواد د خوارې او محرومې  برخې استازې چې هيڅ چا يې د برياليتوب تمه نه درلوده يعنې الكا سادات چې دادې د خپل ۱ ۲ ۳؟  فلم په جوړولو د بحرين، قزاقستان، د ایتاليې د ترويزلو او كابل د فستيوالونو څخه جايزې وګټي؟ ما پُست مدرن نيستيم  لنډ فلم چې د قزاقستان، هرات او كابل نړيوال فستيوال  څخه بهـترينې جايزې تر لاسه كوي، او هم ددې ميرمنې بل مــــــنلى هنري كار ، در دهكدۀ كه ناقــص العقلم ميدانند  د الجزيرې د فستيوال، د لاس انجلي د وومن وايس دفستيوال او د كابل د نړيوال فستيوال  څـــــــخه جايزې ګټې ما او زما د همفكرانو لپاره هغه غوره د وياړ بيـــــلګې دي چې سارى نلري.

او كه د متفكرې او روڼ اندې بلې ښځينه ډايركټـــــــــــرې رويا سادات فلمونه ياد كـــړم ، سه نقطه چې د طــلوع ټلويزيون د فستيوال، د روزنې د فستيوال او د نوي ډهــــلي د فــستيوال څـخه يې اولې  جايزې تر لاسه كـــــــــړي هر يو افـــــــغان پې وياړي. ددې ځــوانې ميرمنې وروستى فـلم  چې تار و دخمه  نوميږي د ۲۰۱۰  او  ۲۰۱۱  كلــــــونو په لسو نړيوالو فيستيوالونو كې د ګډون وياړ درلود چې زه ورته ددغو  ټولو هڅو مباركي وايم.

يو څو نور لنډ فلمونه هم لرو چې نن سبا هير دي او هيڅ څوك يې ياد نه كوي هغه: قرغز ها د حبيب كاوياني او كاناډايي ډايركــــــــټر تر منځ مشترك فلم دى چې د سرو زرو جايزه يې تر لاسه كړې، اســـكان بشر بل فلم دى چې خالق عليل ډايركټ كړى او د سپينو زرو جايزه يې تر لاسه كړې، همدا شان د عباس شبان د بشر دوســـتى په نامه فلم هم د سپينو زرو جايزه تر لاسه كړې چې زمونږ د سيـــــــنمايي تاريخ پاڼې پرې رنګينې دي. بز كشي د هيواد تكړه ايډيټور حكيــم مرزي بل هير فلم دى چې د ايران دفجر فستيوال څخه يې د طـــــــلا جايزه تر لاسه كړې، نيزه زني د خواجه احمـد شاه فــــــلم چې د ایټالـيې او ايران د فـــجر فستيوالونو څــخه يې د ســـــــــــرو زرو  جايزې تر لاسه كړي.

ددې څخه انكار نشي كيداى چې په افغانستان كې ډير فلـــمونه جوړ شوي چې په خواشينۍ سره يا خو زمونږ د خلــــــــــــــكو انظارو ته ندي رسيدلي ، يا د مادي ستونزو له كبله په آرشيفونو كې كلپ پاتي دي، يا خو د غير فني جوړښت له امله نا كامه شوي دي، خو انتظار دادى چې فـــــــــــلم په كـــيفي لحاظ انساني  پيغام ولري . كه سينما او په سيـنما كې فــلم خپلو ليدونكو او مخاطبـــينو ته  د مينې، پُخلاينې، ورورۍ، پرمختــګ او ســولې پــــيغام ورنكړي نو بله كومه وظيفه يې تر غاړې ده چې مونږ ترې ناخبره يو؟

كركه، جدايي، دروغ،  يو بل ته سپـــكاوى، تعصُب، جنګ جـــــګړه،  دين ته اهــانت، د هيواد د جاري سُـــننو څخه ناخبري،  فــحشا او اخــلاقي پساد خپرول هيـڅكله د ښه فلم بيــــــلګه نده،

بلكه د نا آګاهو او غير فني په اصطلاح  سيــــــنماګرانو كار دى چې صرف د شـــهرت او پيــسو د لاسته راوړلو په خاطريې پر دفـــــــترونو غټې، مصورې او رنګينې لوحې لګولي.

درنو فرهنګيانو !

درې لســـــــيزې وړاندې زمونږ د  هيواد فلمسازي ارزښتناكې نمونې درلودې چې زمونږ وطــــنوال او نړيوال ورته د مباهاتو په سترګه كتل، همدا وجه وه چې زمونږ ځيــــــــــــني ډايركټران نړيوالو فستيوالونو ته دعوتيدل، د نيكه مرغه ښـــــاغلى ډاكټر صاحب واحد نظري د نړيوال فيستيوال د ژوري هيئت په عنــوان هم خپل سهم ادا كړى. بر سيره پر دې د وياړ خبره ده چې ډاكتر صاحب د يوه افغان په صفت همدا اوس د آلمان د سيـــنمايي اتحاديې غړى دى او ډيره په زړه پورې خبره هغه دا چې د هالند هيواد په خپــلو پُستي ټكــټونوكې د نظري صاحب تصوير د افغانستان د لوى سينما ګر په توګه چاپ كړى.

ښاغلو سينما ګرانو !

ويل كيږي ۱۸۹ فلمي كمپنۍ په هيواد كې د فعاليت جواز لري چې د كميت له پلوه يوه لاسته راوړنه ده، دا چې څومره فلمونه توليد شوي؟ څومره يې زمونږ د افغاني ټولنې واقعي انځورونه منعكس كړي؟ جلا  او جدي بحث دى، هـــــــمدا چې د سينما او فــلم جوړولــــــــو په اړوند هـــــــــــــڅې شوي، غونډې شوي، افتتاح ګـانې شوي، او بالاخره د نقد زمينې مــساعدې شوي، دا پخـــــــپله د افغاني سيـــــــنما لپـــاره لاسته راوړنې دي چې خداى  دې وكـــــــــــــــړي دغه د امتـــياز خاوندان خپل مســـلكي مكلفيتونه يوه ورځ نه، يوه ورځ ادا كړي، او ټولــــــــــــنې ته  په خپلو سينمايې آثاروكې بشري ارزشونه ډالۍ كړي.

د متعهدې سينما لاسته راوړنې صرف فلم ډكول ندي، محــــــتوى او د فلم په بطــــــــن كې انساني ارزشونه په هنرمندانه شـــكل انځورول او دټولنې د ښو او بدو جاري  واقعاتو پر سر شــــــهادت، د ظالم آدرس، د رڼا پته، د انكشاف لار، د ميــنې مشـــروع او انساني  طريقه، د جاري مقدسو سننو تحفــــظ، د آزادۍ لار او په نهــايت كې ددې او بلــــې نړۍ لــپاره توښه برابرول د متعــــــــهدې سيــــــنما لوى رسالت دى.

د هيواد دننه كوم  تنكي فستيوالونه  چې د لنډو، لويو او مستندو فلمونو په اړوند د طلوع ټلويزيون او ګويته انيستيتيوت له خوا جوړ شوي يقين لرم چې زمونږ ځوانو فلــم جوړوونكو لپاره د سيالۍ بهـترين ميدان وو. د فرانسې  فرهنګي مركز، برتش كونسل او د هنرونو د پوهنځي هڅې هم په دغو فســتيوالونو كې د پام وړ دي.

زه دهر تازه كار سينما ګر لپاره د درنو هـنري موضوعاتود تطبيق مكلفيتونه پر غاړه نه اچوم، خو د مسـلكي پوهی لپاره يې خامخا د دكتابتونونو لور ته ادرس وركوم.

دكابل پوهنتون د هنرونو پوهنــــــځى لكه څرنګه چې د نورو هنرونو د زده كړې ديپارتمنتونه لري د تــــــــــــياتر د ديپارتمـــنت په څنګ كې د سينما ديپارتمنت يې هم تازه رغولاى ، چې دا هڅه هم زما د هـــــيواد تازه كارو او علاقمندو ځوانانو ته يوه لويه لاسته راوړنه ده.

كه د حقــيقت څخه تير نشو ، آيا دا لاسته راوړنه نده چې  زما د جـنګ ځپلي هيواد ښځو هم د فلم جوړوونكو او لوبغاړو  په عنوان ملاوې تړلې او فلمونه يې جوړ كړي؟  ديانا ساقب، صبا سحر، صحرا كريمي، الـكا سادات، فريبـــــــا حيدري، رويا سادات، او صـــــديقه رضايي هــغه با شهامته ښځې دي چې په تنګو او ســختو جاري شرايطو كې يې ځانونه د سيـــنــما ګرانو په عنوان تثبيت كړه او د پام وړ فلــمونه يې ټولــــــنې ته ډالۍ كړه  چې زما د سيــنما لپاره لويه پانګه او لاســـته راوړنه ده. هــــــــــــمدا شان هغه معياري اود پام وړ تمثـــيل چې ليــــنا علم د بچۀ كابلي په فلم كې، مارينا ګلبـهاري د اُسامه په فلـم كې او مولودې د سنګسار په فلمونو كې كړى،  په اوس وخت كې بې نظيره ښځيـــنه كارونه دي چې هيــــــــڅ بينا انسان ددې حقيــقت څخه ســـترګې نشي پټولاى.

سوسياليستي بلاك پورې اړوندو هــــــيوادونو چې په خــــپلو فستيوالونو كې يې د افغاني فلـــمونو استقبال كړى هم د لاسته راوړنو قدرمنې پاڼې د هيواد په سيـنمايي تاريخ كې لري، چې د فلمسـازۍ له پلوه ژور، ښكلي او  انساني پيغامونه له ځان سره درلودل، چې هيڅكه يې هم د پامه نشو غورځولاى.

د هيواد څخه بهر كوم فلمونه چې جوړ شوي د يوه كوشـش په عنوان د يادولو دي، دا چې په ليدلو ارزي كنه، خو لاستې راوړنه دي.

 بله د يادولو خبره په هيواد كې د خورو ورو سيـنما ګرانو د بد وضعيت د لا ښه كولو او راټولولو له پاره د سينما ګرانو اتحاديه جوړه شوه،  چې اُميد دى  د   خپلې اساسنامې او برنامۀ عمل مطابق د هيواد ځوريدلو سينماګرانو ته د خدمت جوګه شي.

همدا شان كوم  خارجي اساتيد چې زمونږ د ځوانو سيـــنماګرانو لپاره لنډ مهاله او اوږد مهـاله وركشاپونه  په افغانفلم، ملي ټلويزيون او نورو خصــوصي ټلويزيونونو كې نيولي  بې تاثيره ندي، خو كه چيرې افغانفلم، په تيره بيا د سيـــــــنماګرانو اتحاديه د سفر، تحصيل او په فســـــتيوالونوكې د ګډون زمينه مساعــــده كړي فكر كوم لويې لاسته راوړنې به مو په نصيب شي.

ترجمې او د ګاونډيو هيوادونو څخه چې كوم كتابونه راځي او زمونږ سيـــنماګران ترې ګټه اخلي ډير په زړه پورې كار دى، خو كه چيرې په خپله ژبه د خپلو سيـنما ګرانو چاپي آثار ولرو دا به ډير ګټور وي .

د افغانستان د سينما بشپړتيايي بهير، د ډاكټرصاحب واحد نظـــري كتاب، سيماى سينماى افغانستان د ښـاغلي موسى رادمنش كتاب، فلم او ويډيويزو خپرونو د جوړونو بڼسټونه د ښـاغلي قيوم كريم كتاب، د مقالاتو ټولګه د ښاغلي رؤف راســـــع، سير توليد سينما در افغانستان د ښاغلي غلام جان رزمنده نا چاپ كتاب  او...همدا شان مجلې، ورځپاڼې، راډيو ګانې او ټلويزيونونه چې د سيــــنما د تيورۍ په اړوند كومې خپرونې كوې ډير د ارزښت وړ ګامــونه دي، چې اُميد دى په لا زياتيدو كې يې زمونږ فرهنــــګيان لوى، لوى ګامونه واخلي.

يوه خبره چې ماته ډيره مهمه ده د ټلويزيونونو حضور او خپرونې دي،

نه يواځې د سينــما په اړوند ددوى پروګرامونه د مكث وړ دي، بلكه كوم فلمــونه چې آګاهانه يا غير آګاهانه خپروي هم د پام وړ دي.

دا چې زما هيواد وال د فلم ليدلو د فرهنګ سره ځان عياروي، خوند ترې اخلي او ځان سرګـرموي لويه لاسته راوړنه ده، خو كه دغه ټلويزيونونه د افغاني فلـــمونو او سريالونو جوړول او خپرول پيل كړي څومره به ښه وي. يقيـــن لرم چې ماســـره همغږي يئ، خو دا هم راسره منئ چې كاشـــكې د مادي قوت په څنګ كې معنوي قوت هم را سره واى. چې پدې لاره كې دسينماګرانو د اتحاديې، د اطـــلاعاتو او فرهنګ وزارت او د لوړو تحصيلاتو وزارتونو سهــــم ډير مهم دى. په دې اُميد چې زما د هيواد د ټلويزيونونو پردې په افـــغانې فلمونو ښكلې شي.

مننه

پاى