دلوی خدای په سپيڅلی نامه چی ښکلا يې انسان ته وبخښل

 

 مکن کاري که بر پا سنگت ايد               جهان با اين فراخي تنگت ايد

 چو فردا نامه خوانان نامه خوانند            تو خود از نامه خود ننگت ايد  

 

 

سينما او معيارونه

 

هغه څه چی زه غواړم دسينما په معياری اصولوپه  تو ګه يادونه وکړم ، بيله شکه  او هنر دخاوندانو لپاره به حتما تکراری وی ، خو داچی دا زموږ لومړنی سينمايی  سيمينار دی او را ټوليدنه ده ،او بيا وظيفه راکړه سويده ، چی زه په دی اړه خبری ولرم ، هو بايد هم هير نکړو  چی ښايی تر ډيره حده به همدا معيا رونه وی ،چی نن  سره را ټول سوی يو، تر څو خپله سينما معياری کړو .

 

 اووم هنر  او اووه  اړين معيارونه

معيار ونه اواصول د ژوند  په ټولوننی  برخو اودانسانانو په ټولو هڅو کی يو اړين  امر  دی دا له دی کبله چی دهر کار او دهر کار دپيل لپاره، اخلا قی، علمی او ټولنيز  ارزښتونه دی چی  ديوی پديدی او  انسانانو دژوند دمعياری کيدو او سمباليدو په غرض وضع کيږی ، ښايی دا اصول او معيارونه ديوه مسلک څخه  تر بل مسلک پوری او ديوی ټولنی څخه تر بلی ټولنی  پوری متفاوت وی خو ، حتمی او لازمی دی  .

په خاص ډول په سينما کی، چی لومړی خپله يو فن او هنر دی او بيا دټولو هنرونو او دعصری تکنا لوژی ، په ګډون، ديوی ټولګی په توګه  بيله هيڅ معياره   په هيڅ صورت قابل ددرک نه دی.

که چيری په مجموع  کی څوک ديوه فلم دجوړولو  اراده ولری ، د ياده بايد و نباسو ، چی په ننی دجيتالی نړی کی بيله دی چی دهغه دسن او وزن وپوښتل سی  ، بيله دی چی دهغه تعليم او تر بيه  پوه سو  کولاسی لا سونه را بډ وهی  خو دومره پکار دی چی اکشن وويلای سی نور نو کامره هر چيری چی  ودرول سی يوه زاويه ده ، هرڅه چی په فريم کی ونيسی هغه به يو کمپوزيشن وی هر څه چی د کا مری تر مخه  تر سره سی  يو ميزانسن دی ،هره خوله جينګه ول يو حالت دی ، هره موجوده رو ښنايی  يو انځوريز  اميج منځنته را وړی ،او هری دوی ټو تی دفلم چی سره يو ځای کړو ، هغه به يو تداوم وی  او دا تداوم کولای سو دپردی پر مخ ښکاره کړو، او هغه ځوان چی دا کار تر سره کوی ، کولای سی ځانته  سينما ګر ، هنر مند ،سو پر سټار، استاد ... ووايی او ډاډه يم چی حتما به يو څوک پيدا سی چی چک چکی ورته وکړی او يا  دفلم په مقابل کی  په ګونډوسی .....

دا لکه څوک چی ډآکټر نه وی اويوازی  سپينه چپنه وا غوندی  او ګوشکه (ساتسکوپ ) په غوږو کی او ديوی ګولی او شربت  پيچکاری سپارښتنه وکړی  ،دی مرض نه سی تشخيصولای ،دانسان د ارګا نيزم دفعاليت او اختلاتاو سره  اشنا نه دی څنګه کيدای سی  چی انتظار ولرو چی دا ګولی او دوا مريض ته ګټه وکړی ، او  دګټی پرځای ان  دناروغ دمنځه  تلو  سبب نسی.

 

لومړی معيار:(سند يا تثبيت)

څوک بايد فلم جوړ کړی ، ايا هر څوک کولای سی چی فلم جوړ کړی ، بلی ! هر څوک کولای سی چی فلم جوړ کړی ، خو دلته دا پو ښتنه منځنته را ځی ، چی دا فلم دچا لپاره  دی  او په څه درد خوری ؟  جواب يی څرګند دی دهيڅ چا په درد نه نخوری. ځکه چی دفلم جوړولو اصول ،مسلکی اصول ، دښکلا پيژندنی اصول ، تخنيکی اصول  په پام کی نه دی نيول سوی. که غوا ړو چی دخلکو په درد وخوری  بايد چی  دا ټوله اصول دفلم   جوړولو لپاره ضرور دی  په پام کی ونيول سی  اودا  لومړی او اساسی معيار دی، پوهه ، زده کړه ، تجربه.... تر څو دا کار په درست شکل سره تر سره سی، ځکه که دا دټولنی لپاره يو خدمت وبولو ، دخپل جيب لپاره  ګټه وبولو ، دشهرت لپاره  زينه وبولو ، دتبليغ لپاره چاره وبولو...دهر څه لپاره چی وی .کله چی يو بوټ ګنډونکی او يا ژيره او سر جوړونکی ،  سند پکار لری چی دخير او خدمت پر ځای وچاته مضر او دوپه معلوم نسی .څوک حق نلرو چی چاته ضرر ورسوو ، هر ضرر په حقوقی لحاظ  بايد جبيره سی . که څوک غواړی چی په جاپانی  ژبه خبری وکړی ، لا زمه ده چی جاپانی زده کړی، کنه نو مقابل طرف دخپلی خبری د رسولو لپاره لا زمه ده چی  دچرګ دکلمی پر ځای اذان او يا قت قت وکړو . 

 

 دوهم معيا ر : (استعداد)

  دهری هنر ی برخی تر زده کړی تر څنګ  استعدادته هم ضرورت لری، چی يو اثر ته روح وربخښی ، ځکه ديوه هنری اثر لپاره غير له خارجی مسلکی جوړښت نه روح او ژوندته ضرورت لری تر څو دژوندي  ليدونکی سره تماس ونيسی، ولی استعداد چی دهنر لپاره ضرور دی خدايی دی او يا په ډير  زحمت او ريا ضت هم لاسته را ځی ، چی زموږ دبحث څخه وتلی خبره ده  .

 

 دريم  معيار : ( هدف او رسالت )

هدف ته د رسيدو لپاره رسالت  ضرور دی چی زه څوک يم او څه غواړم  موږ  حرفه  زده  کړه  استعداد هم لرو  اوس را ځو ديته  چی دغه فلم د چالپاره  او ولی جوړ ه وو ، څه هدف لرو :

د زر تر لاسه کول ، فکر نه کوم چی دزرو د ترلاسه کولو لپاره  سينما بهترينه وسيله  وی .

ښايی غوا ړو به  چی ددی لاری نوم  او نښان تر لاسه کړو  دچا چی  دا هيله ده ، چی حتما مطرح سی او دهنر مند  په نامه ونومول سی، نو که   هنر ونه لری  څنګه امکان لری چی دهنرمند په نامه مشهور سی .

داسی نه سی چی موږ به خوشحاله يو چی دخلکو د توجه وړ ګرځيدلی يو او راته خاندی به  او موږ يو بل ته  ښيی، کله  هم کيدای سی چی دپطلون  دځنځير د  خلاص پاته کيدو له و جی وی   .

 که چيری دخپل فزيکی زور  او توان  څرګندونه غواړو  ، بايد دسپورت کلپ  اويا رنګ  ته مراجعه  وکړو ، ځکه ددی لاری ښايې هغه  مهارت  ونه لرو  تر څو وياړ تر لاسه کړو ،اوکه ترلاسه هم کړو يا ښايی  دتصادف له مخی  او يا هم  دپردی تر شا  دمربيانو له خوا وی .

او که رسالت داوی  چی غواړو خلک خوشحاله وساتو ، او خلکوته زده کړه ور کړو، څوک پر لاره او څوک  بيلاری کړو ، نو  دا سوال منځنته را ځی ايا موږ دا توان لرو  چی نوروته پوهه ور کړو ؟ ،معلومه  ده ،چی ووايو ! هو، خو په دی شرط چی موږ دا رسالت احساس  کړی  وی ! 

ښايې څوک به ووايې  چی وروره زه مکتب نه جوړوم ، دخلکو دتربيه  خواست هم نلرم .موږ غواړو  او دنده لرو   چی خلک الله محظوظ ا وسر گرم کړو ، بلی !  ډير ښه په دی حالت که لوی ثواب همدا دی ، په عام ډول او په خاصه توګه ده وطن په دی شرائطو کی چی بيوزلی خلک يوه سالم مصروفيت اوسرګرمی ته ډير ضرورت لری ،اوس نو سوال منځنته را ځی چی دا مصروفيت او سر ګرمی دکومی لاری  دخلکو په برخه کړو .  

 

1-                       ديوی بيمعنی اوبی مفهمومی  خيالی کيسی سره چی هيڅکله اوهيڅ چيری نه ده واقع سوی اوهيڅ نوی څه نوي پکښی .

2-                       د بيګانه بازاری فلمونوديوی تقليدی  کيسی سره

3-                       دخپل اندام او يا رزمی  داسی حرکاتو سره، چی هيڅ ښکلا نه لری

4-                       ديوی وطنی  کيسی سره ،چی هر ليدونکی خپل ځان او خپل ګاونډی پکی ووينی  داسی څه چی دهغه قهرمانان دخلکو لپاره آشنا وی ،او زموږ د واقعی ژوند او کولتور څر ګندوی وی .

  

څلورم  معيار( تخصص)

 ديوه فلم مصرف بايد څوک ور کړی ، په هر صورت که دو لت وی اوکه پروديو سر، بايد دسند تر څنګ لازم مهارتونه زموږ  په وجود کی ووينی  چی مقابل طرف په دی مطمين کړی چی دفلم مصرف ته غاړه کښيږدی. ، دبلی خوا دی بايد  خپل فلم  موفقيت  نه يوازی پيشبيني کړی ، بلکه دفلم داوګونو هنرونو  مسوولين  چی دده سره کار کوی  په ښه توګه رهنمايي کړی  يوازی  کاذب القاب نه سی کولای چی درد دوا کړی  ( سينما گر، ډايرکټر ، هنر مند، ستوری ،  پياوړی هنر مند   ا و نور)

او ددی تر څنګ ايا  موږ کولای سو چی  ديو فلم ټولی برخی په يواز ی توګه تر سره کړو او هر کاره و او سو، هم سناريست او داستان ليکونکی، هم ممثل او لوبغاړی ، پروديو سر،  او ډايرکټر اونور، معيار  دادی  چی  هر با رسالته  سينما ګر که ډير لوی هنر مند هم وی ، بايد  ددی  مختلفو  او جنجالی وظايفو څخه ، چی هره يوه خاص هنر او مهارت دی ، په يوه برخه کی  چی ځان موفقه بولی ،ځان ورسوی  او غوره کړي .

ايا هغه څه چی وايو  حتما دسينما له لاری بايد وويل سی که هغه ديوه کارتون  يا يو بل هنر چی دومره ګران  او ستونز من نه وی له لاری ممکن وی،  نولازمه نه  ده  چی ځان ته زحمت ورکړو  او هغه دسينما  پر پرده  ښکاره کړو  .

يو تل پاتی  آثر ، بايد  دتل پاتی اصولو سره جوړ سی، دا په دی خاطر چی لومړي دباران څاڅکی  او دموج څپه  ممکن زموږ دپښی نقش دمنځه يوسی . موږ و پروديو سر او  ليدونکو دواړوته ضرورت لرو که دقت ونه کړو دواړه له لاسه ورکوو .

 

پنځم معيار: (شوتنګ سکرپت )

 (شوتنګ سکرپت )

 غيرله سناريو څځه چی حتمی ضرور نه ده د ډايرکټر له خوا نو شته شی، شوتنگ سکرپت  او يا د(ډايرکټر سناريو)  يو ضروری  اصل  دی تر څو ډايرکټرخپل فلم  مخکی  له مخکي دکاغذ پر مخ وليکی   تر څو هر هغه څه چی ديو فلم لپاره  ضرور  او اړين  دی  وليکل سی ، مصرف ، تخنيک ، او دفلم د ټولو برخو دمسلکی پرسونل  څخه لازمی غوښتني او دهغو اماده کول دراتلونکی فلم لپاره . ددی خبری يادونه په دي خا طر کوم ، چی فلم دخپل مغلق جوړښت له مخی ، ديته اړتيا لری چی دهغه پر هره برخه مخکی له مخکی فکر وسی ،او دا تصا دفی هم نه ده چی دا کار دسينما مخکښانو حتمی ګڼلی دی ،چی فلم یو واری  دکاغذ پر مخ مشق او تمرين سی ، تر څو دفلم ډايرکټر ځان او نور په دی متيقن کړی چی ددی فلم کاميل بی ته  مطمئين دی .

 

ښپږم  معيار: (رهبری )

په دی نړی کی چی موږ ژوند لرو ، لکه زموږ واټونه، چی  موږ هدف ته  رسوی   نه دی  ، خاورين ، غار غار، بيله د رهنمايی  له اشارو ، څراغو، اوخوب وړی ترافيکه  بد خويه او خماری  موټروانان ،او غراضه  وسايل ، هغه څوک چی خماری نه وی او ښه وسايل لری، بيايېهم همدا سرنوشت دی ، په داسی يو حالت کی چی مسلکی او زړه سواند لار ښودو کسانو  ته ضرورت دی، چی پو ښتنه  او لار ښونه وکړی ، پاليسی او پلان  جوړ کړی. په نوره دنيا کی دداسی  يوی  پديدی لپاره ، مشخص ار ګانونه او سازمانونه  موجود دي ، زموږ لپاره چی ډير  وروسته پاته هم يو  د با مسووليته اومعيار پسنده  انسانانو  په صفت چی  و را تلونکی  ته هم   خوشبين يو نوبايد يوداسی رهبری او لار ښونه  ولرو  .

 دهر پديدی په راس  که چيری سالم  رهبري وجود ونه لری  بيله  شکه  تر پښو لاندی به يې سست وی  موږ ديوه ملت  په صفت   او ديوه هيواد په صفت   سالمی  رهبري ته  نياز  لرو موږ نه يوازی فلم جوړوو، تجارت کوو ، هنر هسته وو  درسالت  خاوندان  يو د خپلی  ټولنی او کولتور  استازی يو ، او نهايت کی ددی لوړ هنر انکشاف  ا ودی ته  هم جواب ګويه يو.

 

اووم معيار : (اتحاد او پيوستون )

 سينما  ديوی خوا ديوه جمعي هنر به صفت دخپلو هم مسلکان پيوستو او همکاريوته ضرورت لری ، يوازی شخصي رفاقت يا د پيالی او کاسی ياران ، ياد زرو اوزور صاحبان  او کاکه ګان او ګاونډيان وی  ضرور نه دی چی زموږ سره په مسلکی چوکی کښينی. موږته هغه کسان په کار دی چی يو دبل په ژبه  سره پوه سو ،  هغه چی زموږ په شان خواستونه لری ،  يو دبل مشوروته اړين کسان ،يو  متل  دی چی وايی  مرغان هغه سره کښينی چی مشوکی يې سره ورته وی.  که چيری يو صنف  ګډه ژبه ونه لری  او يو دبل تر څنګ په صفا او صميميت ولاړ نه وی ، په يقين  ويلای سم  چی کومه ستونزه  په منځ  کی وی او يا  به هم  هغه صنف خپل اصليت له لاسه ور کړی وی . همدا صنفی اتحاد او پيوستون دی دی چی زموږ تر مخه نوی افقونه پرا نيزی، دټولو په مشوره ، ښايی موږ و کولای سو خپل همکاران  چی دمکافاتو مستحق دی و نمانځو ، که چاته کومه ستونزه  پيدا کيږی اويا کوم شی ته اړتيا لری بيا هم همدا مسلکی پيوستون  له  لاری  هغه ته مرسته رسولای سو ، ښه او بد نه په ذوقی لحاظ بلکه په مسلکی لحاظ سره تفکيکولای سو ، بيا  ځانګړی توګه په داسی يوه فضا کی، چی ټوله  ځان مستحق بولی، هر يو ځان تر نورو بهتره بولی  له  لاسه تللی  معيارونه بايد ترلاسه کړو  تر څو، سره دناسره  سره بيل کړو او دخپل را تلونکی لپاره په ګډه  پر خپلو ستونزو بريالی سو ،او داهغه قوت  او کلي ده چی زموږ هيلي او سبا تضمينوی  ....