شخصی پرودکشنونه

 

په افغانستان کې شخصي سینمایي ادارو(پروډکشنونو) ته

یوه لنډه کتنه

د پوهنیار عبدالقیوم کریم  لیکنه

۱. د پیل خبرې

د افغانستان د سینما تاریخ ترنیمې پیړۍ زیات اوږد دی. د لومړنی افغاني فلم (( عشق و دوستي)) نه راواخله تر ننه پورې افغاني فلم جوړوونکو پر بیلا بیلو موضوعاتو باندې یو زیات شمیر فلمونه ټولنې ته وړاندې کړي چې افغاني سینما ته یې یو ځانګړی هویت وربخښلی دی. که د افغاني سینما تاریخ د فعالیتونود څرنګوالي له زاویې نه په دریو پړاوونو وویشو نو لومړی پړاو یې د ۱۳۴۶ لمریز کال څخه یانې هغه مهال چې په لاهور کې لومړنی افغاني فلم جوړشو، د شپیتمې لسیزې تر پایه پورې رسیږې، دویم پړاو یې د ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۸۰ لمریزه پورې او درییم پړاو یې له ۱‍۳۸۱ څخه پیل او تر ننه پورې دوام لري.  

د افغاني سینما د لومړي پړاو مخکښانو هریو استاد برشنا، توریالی شفق، رفیق یحیایي او نورو نه راواخله ان ترانجنیر لطیف، واحد نظری، احد ژوند، جوانشیرحیدري، رحمت الله خوستی، تیمورشاه حکیمیار، موسی رادمنش او نورو پورې ، ټولو د افغاني سینما په پرمختګ کې د ارزښت وړ رول لوبولي دي. صدیق برمک هم چې د افغاني سینما د دریم پړاو د ځلاندو فلم جوړوونکو څخه دی، د لومړي پړاو په وروستیو کې د بیګانه د فلم په وړاندې کولو سره ښه وځلیده. په دې پړاو کې شفق فلم ، آریانا فلم، ګلستان فلم، نذیر فلم او کیدای شي یو دوه نورې شخصي کمپنۍ د افغاني فلمونو په جوړولو کې بوختې.

په دویم پړاو کې  چې په افغانستان کې پر فلم جوړولو بندیز لږیدلی و او ټول افغاني فلم جوړوونکي، لیکوالان او لوبغاړي د هیواد پریښودلو ته اړشوي وو، په شخصي سکټور کې د فلم جوړولوچارې د هیواد په دننه کې دسره موجودې نه وې خو له هیواده بهر د فلم جوړولو ډیرو مینه والو د افغاني فلمونو په جوړولوبوخت وو. صدیق برمک، سید عبدالقهار روحاني، موسی رادمنش، سلیم شاهین، حیدر جلال او ځینو نورو ځوان فلم جوړوونکوپه ګاونډی هیواد پاکستان کې د اویایمې لسیزې په اوږدو کې یو شمیر مستند او هنري فلمونه جوړکړل، انجنیر لطیف او جوانشیر حیدری په پخوانی شوروی اتحاد او په تیره بیا په مسکو کې افغاني فلمونه ټولنې ته وړاندې کړل او په اروپایي او غربي هیوادونو کې یو شمیر نورو افغانانو لکه واحد نظری، سید لعل شینواری، عتیق رحیمي او ځینو نورو چې نومونه یې همدا اوس مې په یاد نه دي، یو شمیر افغاني فلمونه ټولنې ته وړاندې کړل او د افغاني فلمونو او افغاني سینما بیرغ یې اوچت وساته. په دوی کې سید عبدالقهار روحانی په پاکستان کې د (( نظرکلی)) په نامه یوې مرستندویې ادارې ته په انګریزي ژبه یو مستند فلم جوړاوه چې د سناریو د لیکلو مسوولیت یې ماته راکړی و. سربیره پردې د دې فلم او همدارنګه د موسی رادمنش د (( دودو خاکستر)) مستند فلم د جوړولو په بیلابیلو پړاوونو کې مو سره سلا او مشورې کولې.

په ۱۳۸۰ کال کې په افغانستان کې د موقتې ادارې له جوړیدو نه بیا تر ننه پورې د افغاني سینما درییم پړاو هم په هیواد کې د یو شمیر سینمایي بدلونونو شاهد اوسیدلی دی. په هیواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ او د دیموکراسۍ په لور حرکت په دوران کې د شخصي پروډکشنونو یا د فلم جوړولو د شخصي کمپنیو د ثبت او هغوی ته د کار د جواز ورکولو د پاره زمینه برابره شوه او په دې توګه د افغاني سینما یو نوی دور پیل شو. په دې دور کې د فلم جوړولو نږدې ۱۵۰ شخصي کمپنۍ ثبت شوې او ټولو په کار پیل وکړ. په دې دور کې د پخوانیو څیرو په څنګ کې ځینې نوي څیرې هم د فلم جوړولو ډګر ته را ودانګل. په دوی کې مجرب فلم جوړوونکو او ځوانانو لکه جوانشیر حیدری، صدیق برمک، موسی رادمنش، تیمورشاه حکیمیار، سلیم شاهین، سید عبدالقهار روحانی، همایون پاییز، احد ژوند، حیدرجلال، رویا سادات، سبا سحر، الکاا سادات، ملک شفیعی، میرویس رکاب، حفیظ الله تراب، صبور مجاهد، د کابل پوهنتون د هنرونو د پوهنځي محصلینو او فارغانو او ځینو نورو فلم جوړوونکو چې د ټولو نومونه مې په یاد کې نه دي، په فلم جوړولو لاس پورې کړ او نه یوازې د افغانستان په کچه بلکې په نړیواله کچه یې یو زیات شمیر د پاملرنې وړ فلمونه جوړ او نندارچیانو ته یې وړاندې کړل. په دوی کې ماه تر ننه پورې د یو شمیر فلمونو د ډایرکټ، پروډکشن او سناریو د لیکلو مسوولیتونه په غاړه درلود. د یادونې وړ بولم چې د هیواد په دننه کې د فلمو جوړوونکو فعالیتونه له یوې خوا دوام درلود او له بلې خوا د هیواد نه د باندې ځینو نورو هیوادوالو هم په دغه ډګر کې کار کاوه چې دا ټول په خصوصي سکټور کې د شخصي پروډکشنونو د کار او فعالیت څرګندونه کوي.

۲. په خصوصي سکټور کې د فلم جوړولو اوسنۍ وضعیت

په اوسنیو شرایطو کې په خصوصي سکټور کې د افغاني فلمونو د جوړولو فعالیتونه په لاندینیو برخو ویشلی شو:

الف – د مرستندویو موسسو له خوا د تعلیمي او فرمایشي فلمونو تمویلول او جوړول

ب – د فلم جوړولو د شخصي کمپنیو له خوا دهنري فلمونو جوړول

ج – د فلم جوړولو په برخه کې مرستندویې چارې او فعالیتونه

 

الف – د مرستندویو موسسو له خوا د تعلیمي او فرمایشي فلمونو تمویلول او جوړول

د ۲۰۱۱ میلادي کال د سپتمبر د ۱۱مې نیټې نه مخکې هغه مهال چې یو شمیر افغانان د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو او په تیره بیا په پاکستان او ایران کې د کډوالی ژوند تیراوه، یو شمیر نړیوالو خیریه موسسو چې د کډوالو د ښوونې او روزنې، کلتور، روغتیا او نورو ډګرونو د ودې د پاره کار کاوه، کله کله به یې د فلم جوړولو په برخه کې هم خپلې یو څه پیسې د افغانانو په ګټه مصرفول. د هغوی دا کار افغان فلم جوړوونکو ته د فلم جوړولو امکانات برابرول. دا فلمونه به زیاتره تعلیمي بڼه درلوده او هنري اړخ به یې زیات پیاوړی نه و. کله کله خو به د نوموړو موسسو د غیر مسلکي کسانو له اړخه د فلمونو په سکرپټ، فلم اخیستلو یا شوټنګ او ایډیټ کې بیځایه مداخلو د فلم ماهیت ته سخت زیان رساوه چې فلم جوړوونکي به په کې هیڅ واک نه درلود، خو ورسره په څنګ کې بیا ځینو نورو فلم جوړوونکو چې د فلم جوړولو امکان به ورسره پیداشو، د هنري فلمونو په جوړولو به خپله هنري تنده ماته کړه. دا وضعیت د پورتنۍ ذکرشوې نیټې نه وروسته د افغانستان دننه هم انتقال شو. ډیرو موسسو غوښتل چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، له ماینونو څخه د خبرتیا، د مخدره توکو څخه د خبرتیا، د ښځو او ماشومانو د حقوقو څخه د خبرتیا په برخه کې فلمونه تمویل کړي.

ب – د فلم جوړولو د شخصي کمپنیو له خوا دهنري فلمونو جوړول او لاسته راوړنې

په لومړیو وختونو کې افغان فلم جوړوونکو هڅه درلوده چې د نړیوالو مرستندویو اداره سره کار وکړي او د هغوی د پاره فرمایشي، تبلیغاتي او تعلیمي فلمونه جوړ کړي، وروسته بیا د اقتصادي ستونزو د حل د پاره دوی غوره وګڼله چې خپل پروډکشنونه پرانیزي او د کار جواز واخلي. په دوی کې. د مرستندویو موسسو موجودیت او مرستې له یوې خوا له افغان فلم جوړوونکو سره مرسته وه او له بلې خوا د افغاني فلمونو د هنري اړخ د کمزوري کولو سبب ګرځیدل، خو افغان فلم جوړوونکو او د زمان او وخت دغه جبر ته له تسلیمیدو نه پرته بله چاره نه درلودل. د منفي اغیزو په څنګ کې یوه بله ارزښتناکه او مثبته اغیزه یې د شخصي پروډکشنونو د شمیر د زیاتوالي د پاره د فلم جوړوونکو هڅونه وه. نن سبا یو زیات شمیر شخصي پروډکشنونه په هیواد کې فعالیت لري. څه موده پخوا نږدې په هرو یوه او یا څو میاشتو کې به موږ د یو نوي فلم د پرانیستونکې غونډې شاهدان اوسیدلو. د ډیرو ښو او د لیدلو او نندارې وړ فلمونو ننداره مه کوله. د فلمونو د لوبغاړو په مینه والو کې د پاملرنې وړ زیاتوالی لیدل کیږي. ځینې پروډکشنونه ځانونه ثابت کړي او پرله پسې فلمونه تولیدوي. ځینې بیا د یوه او دوو فلمونو له جوړولو وروسته بیکاره پاتې دي او د هغوی د کارونو هډو پته نه معلومیږي. داسې پروډکشنونه هم شته چې د سره یې د فلم جوړولو په ډګر کې کارونه نه دي کړي. ددې نیګړتیاوو د عواملو لسټ ډیر اوږد دی خو ځینې یې داسې رالنډولی شو:

۱. د اړتیا وړ بودیجې نشتوالی

۲. د تکړه او مسکلي کارکوونکو (د سناریو له لیکواله نیولی تر ډایرکټر، پروډیوسر او لوبغاړو پورې) کمښت

۳. د وسایلو په تیره بیا د عصري وسایلو لکه ډالي، کرین او د ښو کمرو کمښت او نشتوالی

۴. د دولت او د مرستندویو ادارو او دولت له خوا د شخصي پرودکشنونو د پاره د سیستماتیکو او مسلکي ستراتیژیو او پلانونو نشتوالی

۵.  د شخصي پرودکشنونو د ظرفیتونو د لوړولو د روزنیزو پروګرامونو کمښت

۶. د شخصي پرودکشنونو د کار د پاره د زمینې د برابرولو په برخه کې د پاملرنې نشتوالی

او داسې نور.

دلته یوه پوښتنه داسې مطرح کیږي چې آیا زمونږ سینماُ، افغاني سینما د مسلکیتوب په لور روانه ده او که د زوال په لور وړاندې درومي. زموږ فلم جوړوونکي د کومې کچې د فلمونو د جوړولو توان لري؟ بیځایه به نه وي چې د شخصي پروډکشنونو او انفرادي فلم جوړوونکو د کارونو په باب په لنډه توګه د یو څو کسانو یادونه وکړم چې کارونه یې  زما په اند د افغاني سینما په تاریخ کې ارزښت لري او د ملي ویاړنو سبب ګڼل کیږي.

  • په دې وروستیو کلونو کې صدیق برمک په نړیواله کچه د خپلو فلمونو له لارې د افغاني سینما بیرغ ورپاوه. ډیر لږ داسې پیښیږي چې نومیالي فسټیوالونه دې جوړشي او برمک دې ورته د یو افغان سینماګر په توګه و نه بلل شي. د برمک فلمونه چې کومې جایزې لاسته راوړي دي، پر هغو جلا کتاب لیکل کیدی شی.
  • عتیق رحیمي د هیواد بل فلم جوړوونکی دی چې د خاک و خاکستر فلم یې په نړیواله کچه جایزې ترلاسه کړي دي او ویاړنې یې لاس ته راوړي دي.
  • سبا سحر د افغانستان لومړنۍ ښځینه فلم جوړوونکې هم د ۲۰۰۸ میلادي کال د سفما له  فسټیوال نه چې د سارک د غړو هیوادونو د فلم جوړوونکو د پاره په نیپال کې جوړه شوې وه، د خپل یو مستند فلم په خاطر له یوې نړیوالې جایزې سره بیرته هیواد ته ستنه شوه.
  • الکا سادات د هیواد یوه داسې تکړه ښځینه فلم جوړوونکې ده چې په ډیره ځوانۍ کې یې څو فلمونه نړیوالې جایزې ترلاسه کړي دي.
  • ددې مقالې د لیکوال په توګه مجبور یم یادونه وکړم چې د سناریو د لیکول په برخه کې د نړیوالې جایزې د ترلاسه کولو په برخه کې د لومړنی افغان سناریست (لیکوال) ویاړ زما په برخه دی. په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سلګونو هیوادونو د سینماګرانو د سکرپټونو له منځه د فلم د پاره زما یوه لیکنه د جاپان د ان اچ کی نړیواله جایزه وګټله. د نوموړې سکرپټ پربنسټ د (( پریکړه)) ترسرلیک لاندې د افغانستان لومړنی داسې پښتو فلم جوړشو چې د ۲۰۰۶ کال د ان اچ کی او د ۲۰۰۷ کال د سویس (بازل – کارلسروهی) په نړیوالو فسټیوالونو کې د جایزې د پاره کاندید او نندارې ته وړاندې شو. ناویلې دې پاتې نه وي پریکړه زما دریم فلم دی چې نړیوالو جایزو ته کاندید او نندارې ته وړاندې کیږي چې د ډایرکټ چارې یې سید عبدالقهار روحاني په غاړه لرلې.   

داخو یو څو بیلګې وې چې له تاسې سره پرې خبرې وشوی خو یو شمیر نورو افغاني فلم جوړوونکو هم په نړیوالو فسټیوالونو کې ګډون کړي او له نړیوالو جایزو او ستاینلیکونو سره هیواد ته ستانه شوي دي چې په دوی کې انجنیر لطیف او جوانشیر حیدري په سر کې قرار لري. بیځایه به نه وي چې د قلم خاوندان د افغاني سینما د هغو نومیالیو پر فعالیتونو او پیژندنو یو کتابګوټی ولیکي چې د هیواد د سینما د پاره یې نړیوالې ویاړنې ترلاسه کړي دي.

ج – د فلم جوړولو په برخه کې مرستندویې چارې او فعالیتونه

۱. د افغاني سینماګرانو د اتحادیې موجودیت: د دغې اتحادیې موجودیت د افغاني سینماګرانو او فلم جوړوونکو د پاره یو ستر غنیمت دی په دې شرط چې د نورو چارو په څنګ کې د شخصي پروډکشنونو او د افغاني سینما د مینه والو د وړتیاوو د لوړولو د پاره له تبعیض نه لیرې یوه هر اړخیزه ستزاتیژي ولري او په منظمه توګه یې پلي کړي. د افغاني سینماګرانو د اتحادیې د مشر جوانشیر حیدري له قوله غواړم ووایم چې دا اتحادیه د سینماګرانو د پاره د یو ښارګوټی د جوړولو او ځینو نورو چارو په برخه کې ځینې اغیزمن کارونه تر لاس لاندې لري چې په غیر مستیقیمه توګه د افغاني سینما په غوړیدلو کې د ارزښت وړ رول لوبوي، خو د افغاني سینما د پرمختګ او د استعدادونو د غوړیدلو او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې کوم مشخص پلان نلري. که د اتحادیې د دندو لایحه جوړه شي، بې له شکه چې له شخصي پروډکشنونو سره مرسته به یې یوه مهمه دنده وي.

۲.       په هیواد کې د ګویته انستیتوت او فرانسې د کلتوري مرکز په مرسته د افغاني سینماګرانو له خوا د کابل د هنري او مستندو فلمونو د نړیوال فسټیوال جوړیدل: دا فسټیوال چې ترتیر کاله پورې نږدې ۵ ځلي جوړ شوی دی، د نوو افغاني استعدادونو د پیژندلو، د شخصي کمپنیو دسینمایي فعالیتونو د څرګندولو او د افغاني سینما د پرمختګ د نوو لارو چارو په موندلو کې ډیر اغیزمن رول لوباوه. تیرکال پریکړه وشوه چې ددې فسټیوال د سمبالولو چارې د افغاني سینماګرانو یوې کمیټې ته وسپارل شي. د انجنیر لطیف، صدیق برمک، جوانشیر حیدری، رویا سادات او یو شمیر نورو فلم جوړوونکو په ګډون د افغانفلم په ودانۍ کې تیر کال یوه غونډه جوړه شوه او کمیټه وټاکله شوه. ټولو په یو غږ سره د دغې کمیټې د مشرمسوولیت ماته راوسپاره. تر هغه وروسته مو د کمیټې د غړو په سلا او مشوره د مرستندویو ادارو سره اړیکه ونیوله چې د تیرکال فسټیوال جوړ کړو خو د بودیجې د کمښت په وجه د کمیټې غړو و پتییله چې د یو غیر موثر فسټیوال له جوړولو تیر شي. تیر کال هسې تیرشو او سږکال له نوموړو ادارو سره د اړیکو او خبرو اترو نه داسې څرګندیږي چې هغوی نور نه غواړي چې د کابل د هنري او مستندو فلمونو نړیوال فسټیوال جوړولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په هرصورت، دوی ځینې نور پلانونه لري خو باور مو نه کیږي چې ددوی پلانونه سیسټماټیک، منظم او دوامداره واوسي. له دې پیښو نه داسې نتیجه اخیستی شو چې  که افغانان په صادقانه توګه ونه غواړي خپلې هیوادنۍ سینما ته وده ورکړي، د نورو هیوادونو خلک هیڅکله پرې فکر هم نه کوي.

۳. کله کله د ځینو ادارو او مرستندویو مو سسو له اړخه د فلم جوړولو په برخه کې روزنیز کورسونه جوړیږي چې د افغاني ځوانانو د سینمایي استعدادونو د غوړیدو په برخه کې اغیزمن دي. دا لړۍ روانه ده او زموږ سینما ګران باید ترینه ګټه پورته کړي.

۴. په دې وروستیو کې مې د سټار تر سرلیک لاندې یوه سینمایي مجله تر لاسه کړه. دا مجله په ډیر ښه قطع او صحافت، ښه ډیزاین او ښو معلوماتو ښکلې شوې وه او دا احساس یې راته پیدا کړچې د سټار او د سټار په شان د نورو خپرونو له لارې د شخصي کمپنیو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې کافي ګټه اخیستل کیدی شي. د فلم جوړوونکو د پاره دا یوه ډیره ښه زمینه ده چې د خپلو کمپنیو د فعالیتونو اړوند او نور مسلکي معلومات له لوستونکو سره شریک کړي.

۵. یو شمیر سینماګرانو او د سینما او فلم په برخه کې ځینې کتابونه لیکلي دي چې د لومړیو قدمونو په توګه د قدروړ ګڼل کیږي خو په هیڅ صورت سره کافي نه دي. په دوی کې موسی رادمنش  د افغاني سینما د تاریخ او مستندو فلمونو په باب دوه کتابونه لیکلي، عبدالقیوم کریم د فلم او ویډیوییزو خپرونو د جوړولو بنسټونه ترنامه لاندې یوکتاب لیکلی چې ښایي د سینما په برخه کې د شخصي کمپنیو د روزنې په برخه کې اغیزمن رول ولري. همدارنګه داسې معلومات موجود دي چې ډاکټر عبدالواحد نظري هم په یو بل کتاب باندې کارکوي. هیله ده چې دا کتاب هم د شخصي کمپنیو او انفرادي فلم جوړوونکو په مسلکيتوب کې پراخه ونډه ولري.

بې له شکه چې ځینو نورو به هم ځینې سینمایي کتابونه لیکلي وي خو د هغوی په باب معلومات نلرو چې تاسې ته یې وړاندې کړو.

وړاندیزونه

  • د افغانستان د سینما د اوسنی سیمینار په پای کې دې د افغاني سینما او همدارنګه د شخصي پروډکشنونو د ودې او پرمختیا د لارو چارو، مسلکيتوب او معیاریتوب په برخه کې لازم او عملي تصمیمونه ونیول شي، د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، افغانفلم، د سینماګارانو اتحادیې او شخصي کمپنیو سره دې شریک کړی شي او د هغو د پلي کولو پرلارو چارو دې فکر وشي او عملي ګامونه دې واخیستل شي.
  • د سینماګرانو اتحادیه دې د سینما ګرانو یوه سراسري غونډه جوړه کړي، د اتحادیې کړنلاره، تګلاره او پالیسي دې نوې کړي، د اتحادیې تشکیل دې پراخ کړي چې د دې سینمینار د پریکړو د پلي کولو په برخه کې د عملي ګامونو د پورته کولو امکانات پیدا کړي.
  • د سینماګرانو اتحادیه دې د اتحادیې د غړیتوب د پاره معیاري شرایط وټاکي او هغه ته دې پراختیا ورکړي.
  • دسینما ګرانو اتحادیه دې د سیمې او نورو هیوادونو په سینمایي فعالیتونو، فسټیوالونو او روزنیزو پرګرامونو کې د افغاني په تیره بیا ځوانو سینماګرانود ګډون د پاره کار او هغوی ته لازمې لارښوونې وکړي.
  • د شخصي پروډکشنونو د سالمو مصروفیتونو او وړتیاوو د لوړولو د پاره دې یوه ستراتیژي جوړه کړي چې د افغاني سینما د یواوږدمهاله پلان ضمانت وکړي. ددغې ستراتیژۍ د پلي کولو د پاره دې له دولت، د سینما ګرانو اتحادیې او مرستندویو موسسو سره دې ګډ او هراړخیز کار وشي.
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او افغانفلم مسوولین دې د شخصي کمپنیو د وړتیاوو د لوړولو او د هغوی له لارې د افغاني سینما د پرمختګ د پاره لازم عملي پروګرامونه جوړ او د مرستندویې ټولنې په ملګرتیا یې پلي کړي.
  • د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د سینمایي چارو د مشورتي بورډ جوړښت دې بیا وارزول شي او د هغه د پیاوړتیا لارې چارې دې وسنجول شي چې له شخصي کمپنیو سره دې هم کار وکړي.

په درنښت

مننه

پوهنیار عبدالقیوم کریم