د وزلوبې هلکان

د کریم حیدري لیکنه

د ''وزلوبې هلکان'' یو لنډ هنري فلم دی چې امریکایي فلم جوړونکي سام فرینچ او کاناډا مېشتي افغان پروډیوسر اریل نصر جوړ کړی.

دا فلم د اوسکار یا 'اکاډمي اوارډ' چې د نړۍ تر ټولو اوچت فلمي فیسټوال بلل کېږي، د جایزې لپاره نوماند شو.

تر دې مخکې د افغانستان په هکله نړیوال فلمونه جوړ شوي او خلکو خوښ کړي.

په دې وروستیو کې د عتیق رحیمي هم د ''صبر ډبرې'' په نامه هنري فلم راوتلی، چې د اوسکار ګنګوسې ورسره یو ځای په رسنیو او انټرنېټ کې خپرې شوې.

خو تر اوسه پر افغانستان اړوند کوم فلم نوموړې جایزه ته نه دی کاندید شوی.

که چېرې د وزلوبې هلکان د اوسکار جایزه لاس ته راوړي، دا به د افغانستان لپاره هم ارزښتمند معنوي ویاړ وي.

دا فلم د دوو تنکیو هلکانو ورځني ژوند ته ځانګړی شوی.

یو بې پلار او بې موره احمد دی، چې د کابل په سړکونو کې سپیلنی دودوي بل د هغه نژدې ملګری رفیع چې له خپل پښ پلار سره کار کوي.

څرنګه چې نهیلی کېږي، احمد ناپیلې او بې باکه هوسونه لري له وزلوبې سره مینه لري او غواړي په راتلونکي کې د دې لوبې نامتو لوبغاړی شي او جار وهونکی ماما د هغه نوم په ویاړ سره واخلي.

خو د رفیع خیالات محدود دي.

دا محدودیت ښایي د پلار له وېرې د هغه په کرکټر کې نغښتی وي.

رفیع د احمد په بلنه وزلوبې ته ځي. وروسته دواړه د دارالامان ویجاړې ماڼۍ ته ځي او ورځ په لوبو تېروي.

د احمد کړه وړه په رفیع اغېزه کوي.

رفیع غواړي د خپل پلار او د هغه د کسب څخه فاصله واخلي او خپل راتلونکی له اوسپنې او اوره لرې د پلار د غوښتنې پر خلاف بل لوري ته وغځوي.

احمد په یو ړون سهار کې رفیع ته ورځي او هغه د خپل اس ښودلو ته بولي.

احمد په اس سپرېږي او په منډه د رفیع له سترګونه پناه کېږي.

رفیع احمد تعقیبوي ترهغې چې د ویجاړو ملي بسونو په ډیران کې د احمد مړی مومي.

له دې سره رفیع پرېکړه کوي چې خپل خوبونه پرېږدي او د پلار په شان پښ شي.

د فلم تمثیل کوونکي جوانمرد پاییز او فواد محمدي که څه هم د تمثیل مخکینۍ تجربه نه لري، خو په خپل نقش کې تر ډېر حده بریالي دي.

ولي تلاش چې د افغانستان سینما پېژندل شوی تمثیل کوونکی دی د رفیع د پلار په توګه ونډه په کې اخیستې.

فلم د کابل ښار په ډېرو ښکلو طبیعي منظرو انځور شوی.

خو د فلم جوړونې د مسلک له لحاظه ځینې ستونزې لري. تر ټولو مهمه د سناریو لیکنه ده.

که څه هم کیسه په زړه پورې ده، پیل، منځ او پایله لري، خو د نیم ساعت او دریو کرکټرو لپاره په کافي اندازه حوادث نه لري او نه هم د حالاتو او خلکو ژوند په ژوره توګه څېړي.

ځکه فلم تر خپل حده اوږد برېښي.

ډیالوګ په عموم ډول له کرکټر سره په تضاد کې دی. هلکان د لوستو لویانو په شان خبرې کوي.

د بهرنیو لیدونکو لپاره چې د تصویر په مخ لیکل شوې انګریزۍ ژباړه لولي ښایي دا کومه لویه ستونزه نه وي.

د فلم په صنعت کې لیکوال کیسه، کرکټر او ډیالوګ مهم ګڼي، خو ډایرکټر تل هڅه کوي چې د لیدونکو سترګې په ښکلي انځور بوختې کړي.

د سپیلني دودوونکی او د دارالامان ماڼۍ په زړه پورې سینمایي صحنې دي، چې مخکې له دې هم صدیق برمک د 'اسما' په فلم کې او سمیرا مخملباف د 'مازدیګر پنځه بجې' په فلم کې راوستلي، خو د هر شي ځو ځلې تکرار په کلیشه بدلېږي تر دې انده چې د فلم او لیدوونکي ترمنځ فاصله منځ ته راوړي.

د داسې فلم جوړوونکو لپاره پکار ده چې نورې په زړه پورې صحنې ولټوي او په خپلو فلمونو کې هغه وکاروي.

د وزلوبې هلکانو فلم سام فرینچ، اریل نصر او د هغوی ډلې د دوه لکو ډالرو (دوه سوه زره) په مالي لګښت په یو کال کې جوړ کړی. افغان دولتي چارواکو ور سره امنیتي او اداري مرستې کړي.

د دې تر څنګ ګڼ شمېر افغان فلم جوړوونکو او مینه والو تخنیکي مرستې ورسره کړي او د فلم جوړونې مسلکي تجربې یې لاس ته راوړي.

په دې هیله چې هغوی وکولای شي د افغانستان ویجاړ سینمایي صنعت وژغوري او هغه ریښتین والی چې بهرنیان یې له لیدلو او پوهېدو څخه عاجز دي، نړۍ ته وړاندې کړي.